د افغانستان د چارو شنونکی، ډاکتر ملک ستیز وايي، په نږدې وخت کې د طالبانو د رژیم د نسکورېدو تصور یوه سیاسي خیالي انګېرنه ده.
هغه په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: “راځئ چې واقعبین واوسو. پنځه ځواکمن عوامل کولای شي د یوه رژیم برخلیک بدل کړي. لومړی، د سیاسي نظام لپاره د یوې نوې مفکورې او روایت رامنځته کېدل. دویم، د بدلون لپاره د خلکو اراده او ملي یووالی. درېیم، د یوې منظمې، فعالې او یو موټې سیاسي اپوزیسیون رامنځته کېدل. څلورم، د مخالفینو د برتره پوځي ځواک شتون او پنځم، اغېزمن بهرنی ملاتړ، چې د هېواد دننه له ټولنیز ملاتړ سره یوځای وي.”
هغه وویل: “زما په اند، لږ تر لږه په تېرو پنځو کلونو کې، له دغو پنځو عواملو څخه هېڅ یو هم په افغانستان کې په اغېزمن او هممهاله ډول نه دی رامنځته شوی. له همدې امله، د طالبانو د رژیم د نږدې نسکورېدو تصور، تر دې چې د موجودو واقعیتونو پر بنسټ ولاړ وي، تر ډېره د یوې سیاسي خیالي انګېرنې په څېر ښکاري.”
ستیز زياته کړه، که څه هم د طالبانو له سرسختو منتقدیتو څخه دی، خو وايي، شننه یې د اوسني وضعیت پر بنسټ ده.
د نوموړي په وینا: “زه د طالبانو له جدي منتقدانو او مخالفانو څخه یم؛ خو هغه څه چې دلته یې لیکم، نه د احساساتو او نه هم د کوم لوري د ملاتړ له مخې، بلکې د اوسني وضعیت د یوې سیاسي او واقعبینانه شننې پر بنسټ دي.”
ملک ستیز د خپلې لیکنې په پای کې ویلي، د دې لیکنې موخه د واقعیتونو بیانول دي، نه د هغو تأیید او یا توجیه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د مخالفانو نظامي جبهو خپل فعاليتونه پيل کړي دي.