د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي ویلي، په ګاونډي پاکستان کې د نشهیي توکو کښت او قاچاق د اسلامي امارت لپاره لوی سرخوږی دی.
متقي چې نن سېشنبه له نشهیي توکو سره د مبارزه په اړه جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، ویلي، د نشهیي توکو اغېز د یو هېواد تر پولو نه محدودېږي د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه د افغانستان او نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
ورته مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د کر، تولید او قاچاق غندنه وکړي.
دې وزارت ویلي، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نشهيي توکي کرل او پروسس کېږي او له هغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
نوموړي وزارت د یادې پدیدې د مخنیوي لپاره د چټکو اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.
تر دې مخکې اشیا ریویو په یو تحلیلي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په کرکېله او قاچاق بندیز وروسته په بلوچستان کې په پراخ ډول کوکنار کرل کېږي.
د یاد وزارت په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو دفترونو استازو او کابل کې مېشتو ډیپلوماټانو هم برخه اخیستې وه.
د پاکستان حکومت تر اوسه د متقي د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.