مقاومت جبهه: طالبانو زمونږ پرضد تبلیغاتي جګړه پيل کړې

1 Min Read

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان مقاومت جبهې د طالبانو حکومت لخوا د دوی پرضد پيل کړې تبلیغاتي جګړه غندلې ده.

جبهې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، طالبانو دغه چاره استخباراتي لوبه وبلله چې په خبره یې ملاتړ یې بهرنیان کوي.

د افغانستان مقاومت جبهه وايي، د طالبانو حکومت د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې او اوس غواړي د پروپاګند او تبلیغاتو له لارې د جبهې ټولنیز او اخلاقي باور زیانمن کړي.

د مقاومت جبهې وویل: “د طالباني تبلیغ پر وړاندې د مقابلې لپاره باید خلک زمونږ ملتیا وکړي.”

دغه راز اعلامیه کې وړاندې راغلي چې ډېر ژر به د مقاومت په جبهه کې لازم اصلاحات رامنځته او عملي شي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه یو سیاسي او پوځي خوځښت دی چې په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته د احمد مسعود په مشرۍ تاسیس شو.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply