ټیم‌برچټ: امریکا اوس هم هره اونۍ طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي کڅوړه استوي

2 Min Read
WASHINGTON, DC - FEBRUARY 13: U.S. Rep. Tim Burchett (R-TN) speaks during a news conference at the U.S. Capitol on February 13, 2024 in Washington, DC. The House Freedom Caucus held a news conference on the reauthorization of the Foreign Intelligence Surveillance Act (FISA). (Photo by Alex Wong/Getty Images)

د امریکا د کانګرس یوه غړي، ټیم‌برچټ ویلي، متحده‌ایالات اوس هم هره اونۍ طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي کڅوړه لېږي.

 ټیم‌برچټ د امریکا پر سنا نیوکه کړې چې د ده د وړاندیز شوي قانون په اړه یې رایه نه ده ورکړې چې له مخې یې ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د پیسو ورکړه بندېږي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ترهګرو لپاره د مالیاتو نه ورکولو په نوم د هغه وړاندیز شوی قانون د سنا په جرګه کې ځنډېدلی دی.

نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې: “ټولو ته خبر ورکړئ چې دوی کولای شي له موږ څخه په وړیا توګه کرکه وکړي.”

د یاد امریکايي چارواکي په وینا، دا پیسې په مستقیم ډول د امریکا د مالیه ورکوونکو له جیبونو څخه ایستل کېږي او د طالبانو لاس‌ته ورځي.

ټیم‌برچټ له خلکو غوښتي چې د دې وضعیت په اړه ځانونه خبر کړي او د سنا د دې بې‌عملۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.

هغه ټینګار کوي چې د هغه د قانون تصویبول د دې لپاره اړین دي چې ترهګرو ډلو ته د امریکایي وګړو د مالیاتو د ورتګ مخه ونیول شي.

طالبانو ته د ۴۰ میلیونه ډالرو د اونیو کڅوړو لېږل هغه موضوع ده چې تر دې وړاندې هم د یوشمېر نورو امریکایي چارواکو له تندو نیوکو سره مخ شوې ده.

له دې مخکې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح او د جمهوري نظام یوشمېر نورو لوړو پوړو چارواکو هم طالبانو ته د امریکا د دغه نغدي کڅوړو په تړاو نیوکې کړې وې.

هغه ویلي وو چې د دغو کڅوړو له کبله طالبانو خپل بنسټونه پیاوړي کړي او پر افغانانو یې د ژوند کړۍ نوره هم تنګه کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply