اروپايي ټولنې بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري.
د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار، مګنوس برونر ویلي، دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې او یوشمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.
هغه ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.
د نوموړي په خبره: “د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي”.
د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.
یادې ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.
خو د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې او د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بېوزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.