د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، سولهییز افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی، او په وینا یې لا هم افغان خاوره د پاکستان خلاف کارېږي.
ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټرېش سره د سیمهییزو او نړیوالو بېلابېلو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل چې منځنی ختیځ، جنوبي اسیا، افغانستان، فلسطین او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند اصلاحات پهکې شامل وو.
هغه د سېشنبې په ورځ نیویارک ته د مې له ۲۶مې تر ۲۸مې په یوه رسمي سفر تللی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ډار له ګوټرېش سره په لیدنه کې ویلي چې یو سولهییز افغانستان د سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی، خو په ورته وخت کې یې د هغو وسلهوالو ډلو لخوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه اندېښنه ښودلې چې د ده په وینا، د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.
هغه یوځل بیا ټینګار کړی، پاکستان د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د خپل ملي امنیت د ساتنې هوډ لري.
ورته مهال مخکېني افغان ولسمشر، محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري.
په افغانستان کې واکمن وسلهوال طالبان بیا تل د پاکستان دغه ادعا ردوي او وايي چې پاکستان د خپلې ناکامۍ مسوول دوی بولي.