مُحسن داوړ: د پاکستان حکومت د ټي‌ټي‌پي پروژه جوړه کړې

د پاکستان د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر، مُحسن داوړ په پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته ویلي، د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پروژه جوړه کړې او هڅه کوي چې فعاله یې وساتي.

د هغه په وینا، د ټي‌ټي‌پي پروژه به تر هغې فعاله وي چې پاکستانی ریاست یې ساتنه کوي او له خنډونو جوړېدو یې هم ساتي.

د پاکستان حکومت تل ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي مرکزونه په ګاونډي افغانستان کې دي او د طالبانو حکومت ورته اسانتیاوې برابروي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د وسله‌والو غړو پر ضد د عملیاتو په موخه تېره روژه میاشت کې د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر ولایتونو بمبارۍ وکړې چې تر ټولو لویه هغه یې په کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون برید و چې له امله یې تر ۴۰۰ ډېر روږدي کسان ووژل شول.

له دې پېښې وروسته د څو اوونیو لپاره د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ نښتې بندې شوې وې، خو له څو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې په بېلابېلو سیمو کې یوځل بیا جګړو زور اخیستی دی.

اخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسن اندرابي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، طالبانو د اپرېل په ۲۶مه او ۲۹مه د جنوبي وزیرستان د بنو او د انګور اډې پر بېلابېلو سیمو بې دلیله ډزې کړې دي.

هغه وايي، وروستۍ نښتې د اوربند جدي سرغړونه بلل کېږي، او اسلام‌آباد دا پېښې د جدي اندېښنې په توګه تعقیبوي.

اندرابي زیاته کړه، پاکستان د سرحدي سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.

د نوموړي په خبره، دریځ یې روښانه دی او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي، خو طالبانو تل دغه ادعا رد کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply