ایمل ولي خان: پاکستان‌ دې له افغانستان سره له ډیپلوماتیکو لارو کار واخلي

2 Min Read

د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له افغانستان سره، د ترینګلو اړیکو د مدیریت لپاره له ډیپلوماتیکو لارو او جدي سیاسي تګلارې کار واخلي.

خان وويل، له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو تړل کېدو له امله زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي دي.

د هغه په وینا، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بې‌وزله او نهیلي ځوانان د لږو پیسو په بدل کې وسله‌والو ډلو او شخصي ملېشو ته جذبېږي.

ایمل ولي خان د خپل ګوند په غونډه کې خبرداری ورکړی چې د دغو سیمو د ځوانانو بې‌روزګاري او نهیلي کېدل د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو لامل کېدای شي.

خان ویلي، په تېرو وختونو کې هم وسله‌وال عناصر د لنډمهالو موخو لپاره کارول شوي، خو په پای کې یې بیه عامو خلکو په خپله وینه ورکړې ده.

هغه د خپل ګوند د بنسټګر، ولي خان پخوانۍ وینا ته په اشارې ویلي، هغه څو لسیزې وړاندې خبرداری ورکړی و چې که په کابل کې بلېدونکي اور ته له دې غاړې پکه ووهل شي، نو اور به د پولې په هغې غاړې کې ونه درېږي.

د نوموړي په وینا، اوس د همغه وضعیت اغېزې پاکستان ته رسېدلې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply