عیسی محمدي: د پاکستان په نیابت جګړه کوونکي بې‌ننګه او بې‌غیرته افغان دي

1 Min Read

په بهر کې افغان ‏دیني عالم، قاري عیسی محمدي په تنده لهجه هغه افغانان بې‌ننګه او بې‌غیرته، بې‌ناموسه، جاسوسان او خاینان وبلل چې د پاکستان په نیابت په افغانستان کې جګړه کوي.

محمدي پر هغو سیاستوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي څو د پردیو د ګټو لپاره د افغانانو له وژنې لاس واخلي.

هغه له طالبانو هم وغوښتل چې له خپلو جاهلو کړنو لاس په سر شي او له ټولو اړخونو سره د افغانستان د راتلونکې لپاره په یوه ملي مېکانېزم هوکړه وکړي.

محمدي وویل، متاسفانه چې افغانستان یوځل بیا د شرق او غرب د سیالیو په مرکز بدلېږي څو په کې خپلې وسلې استعمال کړي.

قاري عیسی محمدي دغه راز له افغان ځوانانو وغوښتل چې د یادو ویجاړونکو پلانونو مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply