نصیراحمد فایق: په ملګرو ملتونو کې استازیتوب د مشروع دولتونو حق دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق په دې سازمان کې د طالبانو د استازي پر موجودیت د یادې ډلې د بهرنیو چار وزیر، امیرخان متقي د څرګندونو په غبرګون ویلي، په ملګرو ملتونو کې استازیتوب د هغو دولتونو مشروع حق دی چې له مشروع لارو واک ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس‌پاڼه لیکلي، په ملګرو ملتونو کې استازیتوب د هغو دولتونو مشروع حق دی چې واک او حاکمیت یې د مشروع لارو چارو او د خلکو د ارادې پر بنسټ ترلاسه کړی وي، د قانون په چوکاټ کې د ټولو وګړو حقونه له جنسیتي، قومي او مذهبي تبعیض پرته تضمین کړي او خپلو ملي او نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

د فایق په خبره، د طالبانو رژیم له نږدې پنځو کلونو راهیسې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ورکړی، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې لاهم تړلې دي، ښځې د کار او ټولنیز ګډون له حقه بې‌برخې دي، مشروع او ټولګډونه ملي نظام نه‌شته، فساد او ځپنه اوج ته رسېدلې او په افغانستان او سیمه کې امنیت د نړیوالو ترهګرو ډلو د کوربه‌توب او ملاتړ له امله لا کړکېچن شوی دی.

د هغه په  وینا، فقر، جبري ودونه، د بې‌کارۍ له امله د ځوانانو ځان‌وژنې، د پخوانیو ځواکونو هدفي وژنې، د بیان ازادۍ ځپل، د جهادي مدرسو پراختیا او د ترهګرۍ او افراطیت ترویج په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

هغه په پای کې پوښتنه کړې چې طالبان د کوم مثبت اقدام او د مشروعیت د کوم معیار پر بنسټ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتنه کوي؟

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت له چارسمبالې او د سیاسي څانګې مشرې، جورجټ ګانیون سره کتلي وو او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر راتلونکې غونډې او په نړۍوالو سازمانونو کې د خپلو استازو پر حضور ورسره غږېدلی و.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply