ملګري ملتونه: له هرو درېیو افغانانو یو تن له سختې لوږې ځورېږي

3 Min Read

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا مهال ۱۴ میلیونه افغانان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، او د مالي سرچینو د کمښت له امله له هرو ۹ اړمنو کسانو څخه یوازې یو تن ته مرستې رسېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور وویل، په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو یو تن له سختې لوږې ځورېږي او په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو د سوءتغذیې کچه د پرتلې وړ تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.

دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې د لوږې بحران د ناورین مرحلې ته رسېدلی او که بېړنۍ بودیجه چمتو نه شي، نو د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغنان بې مرستو پاتې کېږي.

یاد پروګرام د جګړو زیاتېدل، بېکاري، د خوراکي توکو لوړې بیې، د مرستو کموالی او د سوداګریزو لارو خنډونه د دې څرګند ناورین اساسي لاملونه بللي دي.

د نوموړي بنسټ په وینا، د ۲۰۲۳م له سپټمبر راهیسې کابو ۶ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي چې دې کار د هېواد پر کمزوري اقتصاد او کاري بازار لا زیات فشار راوړی دی.

د یاد پروګرام مدیر، جان آیلیف وایي، هېواد د دې شمېر راستنېدونکو لپاره د کار زمینه نه لري او ډېری دوی له راګرځېدو وروسته له بېکارۍ او بشپړې بې‌وزلۍ سره مخ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له پاکستان سره شخړو او د منځني ختیځ کړکېچ د خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې لوړې کړې دي چې له امله یې بې‌وزله کورنۍ د پېرلو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، خورا شدیده سوءتغذیه اوس د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې د اندېښنې تر کچې رسېدلې او د سخت روغتیایي خنډ سره مخ روغتونونو ته د وړل کېدونکو ناروغانو ۸۰ سلنه تر دوو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې د روان ۲۰۲۶م کال لپاره شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالرو بودیجې ته اړتیا لري، خو تر زمري میاشتې پورې یې یوازې خورا کمه برخه ترلاسه کړې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply