د وسله والو طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د راتلونکې جمعې د خطبې لپاره ټاکل شوی متن خپور کړی چې په کې ویل شوي، ښځې باید له کوره بهر عطر ونه کاروي او همدارنګه د واده په مراسمو کې د ښځو او آن د نارینهوو نڅا هم له منکراتو څخه ده.
طالبانو په دې متن کې “د واده په مراسمو او نورو خوښیو کې له منکراتو او د شریعت خلاف دودونو څخه ډډه کول” تر سرلیک لاندې د کوژدنو ترمنځ د ګوتو د تبادلې دود هم ناروا بللی او هغه یې د عیسویانو له دودونو څخه ګڼلی دی.
په هغه ۱۰مخیز متن کې چې نن خپور شوی، راغلي چې د کوژدو په ځینو مراسمو کې هلک د نجلۍ په ګوته ګوتۍ اچوي او نجلۍ هم د هلک په ګوته ګوتۍ اچوي، یا یو د بل پر لاسونو نکریزې ږدي؛ په داسې حال کې چې یوازې کوژده شوې وي او لا تر اوسه شرعي عقد (نکاح) نه وي شوی.
په دوام کې راغلي: “دا عمل ډېر منکرات لري، ځکه له دغو منکراتو څخه یو دا دی چې تر هغه چې د هلک او نجلۍ ترمنځ شرعي عقد نه وي شوی، د شرعې له نظره د یو بل لاس لمس کول جایز نه دي.”
طالبانو ویلي چې ځینې کورنۍ هلک او نجلۍ ته اجازه ورکوي چې له واده مخکې له یو بل سره ناسته ولاړه ولري او د یو بل له اخلاقو او روحیاتو سره بلد شي څو څرګنده شي چې یو بل خوښوي که نه؛ خو “په اسلامي شریعت کې د نامحرمو ښځې او نارینه وو له یو بل سره خلوت کول او ناسته ولاړه کول حرام عمل دی.”
د سینګار په اړه په دې متن کې راغلي چې د ځینو خلکو ترمنځ دا دود عام دی چې ناوې د سینګار لپاره له کوره بهر وباسي او هغو سینګارځایونو ته یې وړي چې “په ډېرو مواردو کې د شریعت خلاف کارونو د ترسره کولو مرکزونه او د فحشا د رامنځته کېدو زمینه برابروونکي” دي.
طالبانو ویلي چې په سینګارځایونو کې د ناوې د وروځو او د مخ ویښتان لرې کېږي، شونډې یې غټېږي او پر مخ یې د سینګار مواد کارول کېږي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم ویلي چې په ځینو کوژده او واده مراسمو کې لیدل کېږي چې ښځې داسې عطر کاروي چې ډېره تېزه بوی لري، په داسې حال کې چې “دا عمل د شریعت له نظره ناروا دی، ځکه ښځې ته جایز نه ده چې کله له کوره بهر وځي، ځان معطر کړي.”
د طالبانو دغه وزارت هره اوونۍ د جمعې د خطبې متن چمتو کوي او د جوماتونو خطیبانو ته یې وړاندې کوي.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر افغان ښځو سخت محدودیتونه لګولي او ان په عامه ځایونو کې یې د ښځو غږ عورت بللی دی.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې په پراخه کچه له زدهکړو، کار او د آزادانه تګ راتګ له حق څخه محرومې دي.