پاکستاني چارواکي وايي، ځواکونو یې د ډیورنډ کرښې نږدې سیمو کې ۲۶ وسلهوال وژلي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطا تارړ پر اېکس پاڼه د افغانستان په درېیو ولایتونو د هوایي بریدونو ویډیو خپره کړه او وايي، پاکستاني ځواکونو ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پربنسټ عملیات ترسره کړي او ۲۶ وسلهوال یې وژلي دي.
د تارړ په خبره، ياد عملیات وروستیو امنیتي پېښو او بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
هغه وویل، دغه بریدونه د جون په نهمه د موسی درې پر یوې پوستې، د جون په دویمه په شمالي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې او د مې په نهمه په بنو کې د پولیسو پر یوې حوزې بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
یاد چارواکي ویلي، د دغه عملیاتو پرمهال د استخباراتي معلوماتو پربنسټ د وسلهوالو پټنځایونه او مرکزونه په نښه شوي او څلور هدفونه چې یو روزنیز مرکز، د مهماتو یوه زېرمه او نور پټنځایونه پهکې شامل وو؛ لهمنځه وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، دغه مرکزونو د علیم خان خوشحالي او اخترمحمد جاني خېل په نوم د وسلهوالو قوماندانانو پورې تړاو درلود.
خو طالبان وایي، چې په دغه بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو، یوې ښځې او یو سپین ږېري په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د پاکستان دغه بریدونه یو وار بیا له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
پر خواله رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې د ملکي وګړو د کنډواله شویو کورونو انځورونه هم لاس په لاس کېږي.