مجید قرار: حسیب پنجشېري پر وطن سر کېښود

2 Min Read

د تېر جمهوري نظام پرمهال په امریکا کې د افغانستان سفارت کې کلتوري اتشې مجید قرار د حسیب پنجشېري مبارزه وستایله.

قرار په خپل فېسبوک لیکلي: “د حسیب غیرت دې په ټول سیاسي نسل کې له ما نیولې تر ما، په هیچا کې نه شته. هغه یو بې وېرې بنده و، د هغه شهادت لږ تر لږه د خوشال سادات غوندې مړیتا پر مخ څپېړه ده چې د استبداد او اشغال په تملق کې یې پر حسیب تور لګاوه چې افغانستان ته نه ځي. حسیب افغانستان ته لاړ او پر وطن یې سر کېښود. خاتمه یې په خیر شوه. رب تعالی دې موږ ته دغسې د مېړانې مرګ را نصیب کړي. اللهم آمین!ً”

ورته مهال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې تایید کړه چې د دوی یو قومندان حسیب پنجشېری “حسیب قوای مرکز” وژل شوی دی.

د طالبانو د دې مخالفې وسلې والې ډلې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجاني پنجشنبه ناوخته په خپله ایکس پاڼه د حسیب پنجشېري د وژنې خبر ورکړی دی.

د طالبانو ځانګړو ځواکونو حسیب قوای مرکز په یو لړ عملیاتو کې وژلی او د هغه ۱۳ ملګري یې نیولي دي.

د طالبانو اړوند رسنیو له هغې ډلې المرصاد لومړی د یو لړ عملیاتو پر مهال د حسیب قوای مرکز د وژنې خبر خپور کړی و.

حسیب قوای مرکز په تېر جمهوري نظام کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د وژنو او غلاو په تور تر تعقیب لاندې و.

دی د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په ۲۰۲۱م کال کې د احمد مسعود په مشرۍ له ملي مقاومت جبهې سره یوځای شوی و.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply