په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې ویلي، دغه جبهه د خپلو مبارزو لپاره د هېڅ ډلې، جریان یا هېواد اجازې ته اړتیا نهلري.
د دې جبهې د مشرتابه شورا غړي، مولوي حبیبالله حسام دغه مقاومت یو شرعي، عقلي او ولسي اړتیا او د جهاد او ولسي پاڅون طبیعي دوام بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې د ټولو پرتو خنډونو او ستونزو سره سره، مقاومت خپله فریضه او رسالت د ملت په یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ سره پر مخ وړي.
حسام وايي، د خلکو مصالح او ګټې تر هر بل مصلحت پورته او لومړیتوب لري او له هېوادوالو یې غوښتي څو د بېبنسټه اوازو، تبلیغاتو او رواني جګړو په اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه کړي.
د نوموړي په خبره، د مقاومت جبهې په پوره مسوولیت او تدبیر سره خپلې دندې ترسره کړې دي او خپله تګلاره تعقیبوي.
هغه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د دغه ډلې یوشمېر غړو رسنیو ته ویلي، د ایران حکومت دغه ډله پر طالبانو له بریدونو منعه کړې ده.
د یادې جبهې د غړو په خبره چې ایران ورته په ښکاره ټکو ویلي چې پر طالبانو ډز په ایران ډز دی.
پر افغانستان د وسلهوالو طالبانو د تېر واکمنۍ پر مهال ایران د احمدشاه مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې ملاتړ کاوه، خو اوس ایران له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي.
ویل کېږي چې ایران په پام کې لري څو د طالبانو رژیم په رسمیت هم وپېژني.