د امریکا د دفاع وزیر، پیټ هګسټ وايي چې متحده ایالاتو د افغانستان او عراق د جګړو پر مهال هڅه وکړه چې دغه ټولنې د امریکايي بېلګې له مخې بیا ورغوي، چې په پایله کې يې د زرګونو کسانو د وژل کېدو لامل شو.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ ویلي، دغه هېواد به نور په دې ډول احمقانه جګړو کې ښکېل نه شي.
هګسټ دا څرګندونې تېره شپه د امریکا د سنا مجلس د بوديجې د تخصیص په کمېټه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې له همدې امله، متحده ایالاتو هڅه ونه کړه چې د ایران ټولنه له سره جوړه کړي، بلکې یوازې غواړي په واقعبینانه ډول او د امریکا لومړۍ تګلارې پر بنسټ ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
هګسټ ویلي چې که افراطي اسلامپال اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي، هغه به یې د متحده ایالاتو پر ضد وکاروي.
نوموړي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د امریکا پر تګلارې نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې د افغانستان د ډیموکراسۍ په بدلولو کې د متحده ایالاتو هڅه له پیل څخه له ماتې سره مخامخ وه.
هګسټ د سيبياېس خبري شبکې له ۶۰ دقیقو خپرونې سره په یوه مرکه کې زیاته کړه: “یو ډول غرور موجود و چې موږ به افغانستان ونیسو او د لوېدیځ په سبک د پوځي ځواکونو او بنسټونو په جوړولو سره به یې په یوه جفرسوني ډیموکراسۍ بدل کړو.”