د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی، شاپور ځدراڼ ومړ

1 Min Read

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او چټک‌ توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ د هند په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

 هغه له تېرو څو میاشتو راهیسې له ناروغۍ سره مبارزه کوله، چې تېره شپه یې ساه ورکړه.

ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړۍ دورې له نومیالیو لوبغاړو څخه و چې د هېواد لپاره یې په نړیوالو سیالیو کې مهم رول ادا کړی و.

نوموړی د خپلې چټکې توپ اچونې له امله مشهور و او د افغانستان لپاره یې په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو لوبو کې د پام وړ لوبې ترسره کړې وې.

هغه د افغانستان د کرکټ د ودې په لومړیو کلونو کې د ملي لوبډلې له مهمو ستورو څخه شمېرل کېده او د هېواد د کرکټ په تاریخ کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.

شاپور ځدراڼ د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام سیالیو کې په وروستي بال څلوریزه ووهله او د افغانستان لپاره یې له سکاټلنډ څخه یو ورځنۍ لوبه وګټله.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply