طالبان: په پاکستان مو هوايي بریدونه کړي

1 Min Read

د وسله‌والو طالبانو دفاع وزارت ومنله چې په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې یې د داعش ډلې پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

دغه وزارت وايي، په دغه مرکزونو کې د ځینو استخباراتي کړيو په مرسته د افغانستان په خاوره بریدونه پلان کېده.

د  طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، دغه بریدونه د بلوچستان ایالت د عبدالله کلا ولسوالۍ پر ګلستان سیمه او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل پر شکر اب سیمه شوي دي.

طالبان زیاتوي، په دغه بریدونو کې د شر و فساد او ساعین بالفساد ګډ مرکزونه په نښه شوي دي.

دوی زیاته کړه، د خیبرپښتونخوا د اورکزیو په قمبرخېلو سیمه کې بیا د داعش ډلې یو مرکز چې ځيني کلیدي مشرانو یې هم ورته تګ‌راتګ لاره؛ تر برید لاندې ونیول شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بریدونو کې مهم او مطلوب اهداف په نښه شوي دي.

تراوسه پاکستان د طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان بیا له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د خپلو وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې ورته بریدونه کوي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply