د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ ویلي چې د وسلهوالو طالبانو د مېړه او مېرمنې د بېلتون فرمان د ماشومانو ودونه روا ګڼي او ښځې او نجونې په تاوتریخجنو ودونو کې راګیر ساتي.
ریچارډ بېنېټ غوښتنه کړې چې دا فرمان دې د بشري حقونو له معیارونو سره سم بیا وکتل شي یا لغوه کړل شي.
د طالبانو د عدلیې وزارت د غويي په میاشت کې د د زوجینو د تفریق اصولنامه تر نوم لاندې یو سند خپور کړ او ویې ویل چې دا سند د هبتالله اخندزاده له توشیح وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د دغې اصولنامې محتوا د بشري حقونو بنسټونو او مدني فعالانو له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د غبرګولي په ۲۹مه پر دې اصولنامې نیوکه وکړه او دا یې د ښځو او ماشومانو د حقونو خلاف وبلله.
هغه په اېکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: “۱۸مه فرمان ښځې او نجونې په تاوتریخجنو ودونو کې راګیر ساتي او په عین حال کې، د دغو ودونو د منع کولو پر ځای د هغوی د بېلتون د بهیر تنظیمولو له لارې، په عملي ډول د ماشومانو ودونه روا او تاییدوي.”
تر دې وړاندې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم خبرداری ورکړی و چې دا فرمان د مشرانو په ځانګړي ډول پلرونو د پرېکړې واک د ودونو په اړه زیاتوي او داسې شرایط رامنځته کوي چې نجونې نږدې ناشوني ګڼي چې د کورني تاوتریخوالي راپور ورکړي.
هغوی هم د دې فرمان د تبعیضي مادو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دغه دستور یو هر اړخیز تحلیل چمتو کوي.
د طالبانو د تفریق زوجین اصولنامه په ځینو مواردو کې، لکه له غیرکفو شخص سره واده، د مېړه اوږدمهاله نشتون او د لومړي مېړه د بېرته راستنېدو شرایطو کې، د ښځو له لوري د بېلتون د غوښتنې پر حق محدودیتونه لګوي.
دغه سند همدارنګه د ناروغۍ، شخړو او د تاوتریخوالي د ادعاوو په ځینو قضیو کې د بېلتون بهیر له سختو شرایطو، د قاضي له پرېکړې یا د مېړه له رضایت سره تړلی ګڼي.