شهرزاد اکبر: د طالبانو زندانونو کې د بندیانو مړینه د اندېښنې وړ ده

د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې د رواداري بنسټ ورستي راپور ته په اشارې سره د طالبانو په توقیف ځایونو کې د روانو شکنجو او د بندیانو د مړینې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا وضعیت یې د نه زغملو وړ بللی دی.

شهرزاد اکبر خبرداری ورکړی چې دا ډول سخت او بې‌رحمانه چلندونه او له قانون څخه پورته شکنجې په حقیقت کې د خلکو د قصدي وژنې او د بشري حقونو د جدي سرغړونو لامل ګرځي.

هغې ویلي، د طالبانو په توقیف ځایونو او په ځانګړي ډول د استخباراتو په بندخونو کې فزیکي او رواني شکنجه په ډېرو مواردو کې دومره شدیده او بې‌رحمانه وي چې بندیان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغې په خپل پیغام کې د طالبانو امنیتي او استخباراتي ادارو ته په اشارې ویلي چې بندخونې د انسانانو د نابودۍ پر مرکزونو بدلې شوې دي او په وینا یې دا وضعیت ښيي چې په دغو ځایونو کې نه قانوني څارنه شته او نه هم انساني معیارونو ته پام کېږي.

شهرزاد اکبر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د بشري حقونو سازمان رواداري په خپل وروستي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۵کال په اکټوبر میاشت کې د دایکندي ولایت یو ۱۹کلن ځوان د طالبانو تر توقیف وروسته، یوازې یوه ورځ وروسته له سختې شکنجې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د طالبانو په زندانونو او توقیف ځایونو کې د بندیانو د وضعیت، شکنجې او د چلند د څرنګوالي په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply