هبت‌الله اخندزاده: کندهار ښار کې مې له خلکو سره په لاس روغبړ کړی

3 Min Read

ملا هبت‌الله اخندزاده ویلي، کندهار ښار کې یې له خلکو سره په لاس روغبړ کړی دی.

هغه شنبه د ورځې شاوخوا ۱۲ بجې د کندهار له منډيګک ماڼۍ څخه د شهیدانو چوک او دوه لارې پورې موټر کې ګرځېدلی او د دې ډلې د پنځمې کلیزې مراسمو ته تللی دی.

د طالبانو لیزري قطعې د اخندزاده د تګ مسیر لومړی تصفیه کړی او بیا د هبت‌الله ځانګړو ځواکونو د هغه موټر شاوخوا ۱۰ کیلومتره بدرګه کړی دی.

په یوې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې یو تور کوچنی موټر د خلکو په منځ کې تېرېږي او د سړک دواړه غاړو ته خلک ولاړ دي.

راپورونه وايي، په دغه تورو ښیښو لرونکو زره موټر کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ناست وو او د کندهار په هوایي ډګر کې یې د طالبانو د پنځمې کلیزې نمانځغونډې ته تللی و.

هبت‌الله یادې غونډې ته د خپلې وینا پر مهال وویل: “نن د کندهار د شهیدانو له چوک څخه تر دو راهي پورې چې تېرېدم، له خلکو سره مې روغبړ وکړ. د ځوانانو له تودو احساساتو او مینې څخه مې ډېر خوند واخیست.”

دا د طالبانو په تېره پنځه کلنه واکمنۍ کې لومړی ځل دی چې ملا هبت‌الله اخندزاده په عامه ځای کې ګرځي او له خلکو سره د روغبړ یادونه کوي، خو سرچینه زیاتوي، چې طالبانو هېچا ته اجازه نه ورکوله چې ویډیو وکړي.

د سرچینې په وینا، شریکه شوې ویډیو هم په پټه شوې ده.

هبت‌الله د خپلې وینا پر مهال زیاته کړې: “دا ازادي او الهي نعمت باید په هر قیمت وساتل شي، ځکه دا فتحه د زرګونو شهیدانو د پاکو وینو،‌ د غازیانو د بې‌سارو قربانیو او د مومنانو د اوږدې مبارزې برکت دی۔”

اخندزاده پر عامو افغانانو غږ کړی، د دوی د اسلامي نظام د ساتلو لپاره باید ورسره په یوه صف کې ودرېږي.

نوموړي زیاته کړې:‌ “که موږ ټول د یوه وجود په څېر یو موټی واوسو، نو اسلامي نظام به نور هم پیاوړی شي او د هېواد اقتصاد، پرمختګ او سوکالي به هم لا غښتلې شي.”

د شنبې په ورځ طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د جمهوري نظام د سقوط او د خپلې بیا ځلي واکمنۍ پنځمه کلیزه نمانځلې ده. هم‌مهاله د نړۍ یو شمېر هېوادونو هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونه او بندیزونه ظالمانه بللي او نیوکه یې کړې ده چې دغې ډلې د ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply