ندا محمد ندیم: د جمهوریت پر وړاندې مخالفت روا وو او زمونږ پر وړاندې ناجایز دی

2 Min Read

د وسله والو طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، ندا محمد ندیم وايي، امارت اوس په ډېر سخت امتحان کې دی او په وینا یې، نظام د رعیت او رعیت د نظام پر وړاندې مکلفیتونه لري چې باید سم ادا شي.

ندیم وویل، د جمهوریت پر وړاندې مخالفت او ورسره جهاد روا وو.

هغه ادعا وکړه، په افغانستان کې د جمهوري نظامونو ټول اساسات او قوانین له اسلام سره په ټکر کې وو او زیاته یې کړه: “مخالفت او ورسره جهاد یې پر موږ روا وو او اوس حاکم اسلامي نظام چې د ټولو اساساتو او قوانینو سرچشمه یې قرانکریم او نبوي احادیث دي، پر وړاندې یې مخالفت ناجایز او اطاعت یې واجب دی.”

ندیم د یکشنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون د زده‌کړیانو په فراغتغونډه کې وویل، د اسلامي نظام نصرت باید وشي او مغرضه کسان باید مجاهدینو ته معرفي او د نظام صفونه ترې پاک شي.

هغه زیاته کړه: “له اسلامي نظام څخه باید اطاعت او دعا ورته وشي. یاغي، باغي او مفسد په خپل بغل کې مه‌پرېږدئ چې نظام بدنامه کړي. هغه کسان چې د نظام پر مقابل کې درېږي، هغه که په مسلح شکل وي او د نظام مقابله کوي هم یې رسوا کړئ.”

هغه ومنله چې په اوسني نظام کې هم مفسد کسان شته.

د ندیم دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې په دې وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو مخالفینو جبهو بریدونه پراخ شوي او ورسره د جمعه خان فاتح په نوم یوه ناراض طالب قومندان له خپلو کسانو سره طالبانو ته شا کړې او له نږدې یوې اونۍ راهیسې په بدخشان کې له دې ډلې سره پر جګړه بوخت دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply