اصف درانی: په افغانستان د ټولګډونه حکومت جوړېدل اړین دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، د رژیم بدلون بحثونه د اصلي ستونزې حل نه، بلکې د افغانستان ثبات هغه وخت ټینګېدای شي چې د افغانانو لخوا یو ټولګډونه او مشروع سیاسي نظام رامنځته شي.

هغه په ایکس پاڼه لیکلي: “ثبات هغه وخت رامنځته کېږي چې یو ټولګډونه او مشروع سیاسي جوړښت، د افغانانو لخوا او د هغوی د ګډون پر بنسټ جوړ شي.”

دراني زیاته کړې، طالبان د سیاسي تنوع او ګډون له منلو ډډه کوي چې له امله یې د هغوی کورنی او نړیوال مشروعیت نه ترسره کېږي.

نوموړي ویلي، د پراخ ګډون او د افغانانو د رضایت پرته حکومتداري محدوده پاتې کېږي او اوسنی سیاسي نفوذ تر ډېره د کابل او کندهار ترمنځ راڅرخي، خو پراخ سیاسي ملاتړ نه لري.

دراني خبرداری ورکړ چې هېڅ دوامداره وضعیت پر محرومیت او نه‌ګډون نه شي ودرېدای.

د هغه په خبره، بدلون حتمي دی، خو اصلي پوښتنه دا ده چې دا بدلون به څنګه راځي، او دا چې طالبان تر کومه بریده دا واقعیت درک کوي، د افغانستان راتلونکی به هماغه ټاکي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply