ملالې یوسفزۍ خپل مډال افغان نجونو ته ډالۍ کړ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، ملالې یوسفزۍ د زده‌کړو په برخه کې نوی ترلاسه کړی مډال، افغان نجونو ته ډالۍ کړ.

د هې‌فیستیوال له لوري ملالې یوسفزۍ ته دا جایزه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې د دې د هڅو په خاطر ورکړل شوه.

د هې په نوم ادبي-کلتوري نړیوال فیستیوال له ۱۹۸۰م راهیسې د نړۍ په یوشمېر هېوادنو کې د لیکوالانو، خبریالانو، ساینسپوهانو او هنرمندانو له لورې جوړېږي.

په افغانستان کې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو پر زده‌کړو طالبانو بندیز لګولی دی.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply