د وسله والو طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وايي، اسلامي امارت له چا نه وېرېږي.
شیخ شېراحمد حقاني وویل: “موږ نه وېرېږو او نه ماتېږو، موږ داسې څوک مات کړي چې تر تاسو په عصري ټکنالوژۍ او وسلو ډېر سمبال و.”
حقاني داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې شاوخوا درې ورځې مخکې د پاکستان په هوایي بریدونو کې له ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر ټپيان شول.
د پاکستان پوځ نن د جولای په لومړۍ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، افغان طالبان باید درک کړي چې د دوی غیرمسوولانه چلند یوازې د افغان ولس کړاوونه زیاتوي.
په اعلامیه کې راغلي، طالبان په تشو شعارونو افغانان غولوي او که خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړي، نو سخت ځواب به ترلاسه کړي.
د پاکستان پوځ په خبره، د طالبانو رژیم د جون په ۳۰مه د بلوچستان پر پوله څلور ابتدایي ډرونونه وتوغول چې دا د هغو ترهګرو ډلو د ملاتړ او پالنې یوه برخه وه چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو څخه فعالیت کوي.
دوی وویل، یادې بېپیلوټه الوتکې سمدستي د پاکستان د هوايي دفاعي شبکې لخوا کشف او له منځه یووړل شوې.
یاد پوځ خبرداری ورکوي، که پاروونکي اقدامات دوام ومومي، نو د دوی له لوري د پیل شويو”غضب للحق” عملیاتو تر چتر لاندې به تل له چټک، پرېکنده او قاطع غبرګون سره مخامخ شي.
خو ورته مهال د وسله والو طالبانو د رئیسالوزرا مرستیال وايي، ګاونډي هېوادونه دې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
ملا عبدالسلام حنفي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په غیر مستقیم ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانو کړکېچونو ته اشاره وکړه.
هغه وویل چې جګړه د ستونزو حل نه دی، او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اختلافات او کړکېچونه باید د خبرو اترو له لارې هوار شي.
هغه زیاته کړه: “هېڅ یو ګاونډی نه شي کولای بل ګاونډی له منځه یوسي.”
د حنفي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.
پاکستان په تېره یوه میاشت کې دوه ځله د افغانستان پر بېلابېلو سیمو هوايي بریدونه کړي چې د ملګرو ملتونو په وینا لسګونه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
بل لوري ته، طالبانو هم ویلي چې د پاکستان په ځینو سیمو یې د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه کړي، خو پاکستان وايي، مخالفین یې وژلي او طالبانو ته یې تازه خبرداری ورکړی دی.