خلیل‌زاد: پاکستان د طالبانو مخالفانو ته پناه ورکړې

3 Min Read

د امریکا پخواني دیپلومات، زلمی خلیل‌زاد ادعا کړې چې پاکستان د طالبانو د رژیم مخالفانو ته د ستونزو جوړولو لپاره پناه ورکړې ده.

هغه وویل، دا اټکل نه کېده چې د طالبانو او پاکستان اړیکې به تر دې کچې خرابې شي او اسلام‌اباد به د تېرې پالیسۍ پر لور بېرته ولاړ شي؛ هغه پالیسي چې پر بنسټ یې په افغانستان کې د واکمن رژیم مخالفانو ته پناه ورکول کېده.

خلیل‌زاد پرون له نېشنل نیوز سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان وضعیت له ځینو اړخونو څخه له هغه څه ښه دی چې ډېرو خلکو یې تصور کاوه.

هغه زیاته کړه: “دا پراخه اندېښنه موجوده وه چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ ګواښ به ډېر زیات شي، کورنی امنیت به خراب شي او د نړیوالو مرستو له پای ته رسېدو سره به د دغه هېواد اقتصاد له منځه ولاړ شي.”

دغه پخواني امریکايي دیپلومات وویل: “خو طالبانو، د تمې خلاف، په ځینو برخو کې، د بېلګې په توګه د زیربناوو په پراختیا، د کرنې په ملاتړ او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ کې، په ځانګړي ډول له منځنۍ اسیا هېوادونو او مشخصاً ازبکستان سره، له ځانه ډېره وړتیا ښودلې ده.”

هغه په افغانستان کې د سیاسي انتقال د بهیر له حده ډېر اوږدېدو څخه خپله ناهیلي څرګنده کړه.

خلیل‌زاد د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې له امریکا سره د طالبانو د اړیکو ښه کېدل د افغانستان د بېرته نړیوالې ټولنې مدار ته د ورګرځولو لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه وویل، طالبان باید د دې هدف لپاره په لومړي ګام کې د هغو امریکايي اتباعو په اړه د امریکا اندېښنې حل کړي چې لا هم د طالبانو په بند کې دي.

هغه وویل، امریکا په افغانستان کې جیوپولیټیکي ګټې لري او له همدې امله باید له طالبانو سره د خپلې راکړې ورکړې کچه او ساحه پراخه کړي، ځکه له افغانستان څخه مخ اړول او له دغه هېواد سره تعامل تر ټولو ټیټې کچې ته رسول، په غوره حالت کې، یوه تېروتنه ده.

زلمی خلیل‌زاد زیاته کړه چې له طالبانو سره د تعامل نه کولو تګلاره داسې تشه رامنځته کوي چې د امریکا سیالان یې د ډکولو لپاره ډېره لېوالتیا لري. د هغه په وینا، دغه وضعیت ترهګرو ډلو ته هم فرصتونه برابروي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply