روسیه په پلان کې لري چې په کابل کې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ کړي.
د روسیې د پارلمان یا دوما د بهرنیو چارو کمېټې غړی او د دغه هېواد د عامه ډیپلوماسۍ مرکز عمومي رئیس دیمیتري سیولوف ویلي، دغه اداره به د ۲۰۲۶م کال تر پایه په کابل کې خپله استازولي پرانېزي.
د سیولوف وینا؛ د یاد اقدام موخه د روسي ژبې وده او د روسیې تاریخ او کلتور معرفي کول دي.
سیولوف وویل: “په کابل کې د استازولۍ دفتر د پرانیستلو لپاره خبرې روانې دي او موږ هیلهمن یو چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپل پروګرامونه پلي کړو.”
د نوموړي په خبره، د دغه مرکزونو اصلي موخه د روسي ژبې پراختیا، د روسیې د تاریخ او کلتور معرفي کول او په ځانګړي ډول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیزو پروژو پلي کول دي.
د روسیې د عامه ډیپلوماسۍ مرکز اوسمهال په نهو افریقایي هېوادونو او ابخازیا کې فعال دی او استازي یې تر ډېره کلتوري او ښوونیزې پروژې پلي کوي.
د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز په روسیه کې ثبت شوی هغه سازمان دی، چې په ۲۰۲۴م کال کې فعال شوی او موخه یې ولسي ډیپلوماسي ده.
د یاد سازمان اصلي فعالیتونه په نورو هېوادونو کې د روسي ژبې، کلتور او تاریخ وده، د کورونو جوړول، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښوونیز، کلتوري او علمي پروژو پلي کول او د هېوادونو د خلکو ترمنځ د نارسمي اړیکو پیاوړتیا شامله ده.
دغه مرکز د روسیې له دولتي بشري همکاریو سازمان سره نږدې همکاري لري؛ خو ځان د یوې نادولتي ادارې په توګه معرفي کوي. اوسمهال یې تمرکز تر ډېره پر افریقايي هېوادونو دی، خو اوس افغانستان ته هم خپل فعالیتونه پراخوي.