د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې د زوجینو د تفریق په تړاو د طالبانو نوې اصولنامه چې د کمکیو نجونو ودونو ته قانوني بڼه ورکوي، غندلې او دا پرېکړه یي د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه بللې ده.
یادې کمېټې د طالبانو ۱۸مه ګڼه فرمان له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې او وایي، د نجونو چوپتیا د واده رضایت نه شي ګڼل کېدای.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې نن د جون په لومړۍ نېټه په جنیوا کې اعلان وکړ چې دا پرېکړه د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه یوه لویه او سیستماتیکه سرغړونه ده.
د دې کمېټې اعلامیه کې روښانه شوې چې تر ۱۸ کلنۍ په کم عمر کې واده یو زیانمنونکی عمل او د جبري واده یو ډول دی، ځکه ماشومان په طبیعي ډول د واده لپاره د بشپړ او خپلواک رضایت ورکولو وړتیا نه لري.
نوموړې کمېټې د طالبانو د ۱۸مې ګڼې فرمان په اړه وویل چې د بلوغ دوره د واده لپاره د قانوني وړتیا یا د ځوانۍ معیار نه شي کېدای او دا طرحه د ماشومانو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره هېڅ مطابقت نه لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې خبرداری ورکړی چې د ماشومانو واده نجونې د تاوتریخوالي، استحصال، له وخت څخه مخکې امیندوارۍ، له زده کړو څخه د محرومېدو او د اوږدمهاله رواني او فزیکي زیانونو له جدي خطرونو سره مخ کوي.
یادې شوې کمېټې پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي ټول هغه اقدامات لغوه کړي چې د ماشومانو حقونه نقضوي.