د افغانستان د مقاومت جبهې مشر وايي چې طالبان دوه لارې لري؛ یا به د سیمې او نړۍ له فشارونو او په میدان کې د پوځي فشارونو له امله د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني، او یا به راوپرځول شي.
مسعود له “ایراف ټيوي” سره مرکه کې له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو یې وغوښتل چې پر مقاومتي جریانونو هېڅ څه تحمیل نه کړي او د طالبانو سولهپالو غړو ته یې وویل، که رښتیا هم هغسې وي لکه خلک یې چې بولي، نو له خپلو جګړهپالو څخه دې د چارو واګې واخلي.
د مقاومت جبهې مشر په خبره، طالبان د یوې دسیسې په پایله کې بېرته واک ته ورسېدل او امریکا د دې لپاره چې پړه له ځانه لرې کړي، د افغانستان خلک یې ملامت کړل.
مسعود وویل چې امریکا دا روایت خپور کړ چې د افغانستان سیاسي جریانونه یوه فاسده ټولګه وه او اوس هم له یو بل سره یووالی نه لري.
هغه زیاته کړه چې دا سیاست هغه تګلاره ده چې امریکا یې په خپلو جګړو کې کارولې ده.
هغه وویل: “امریکا په ویتنام کې هم دا کار وکړ او په اوکراین کې یې هم کوي.”
احمد مسعود د ویانا بهیر، د مقاومت جبهې او د ملي همغږۍ غونډې ته په اشارې وویل: “موږ هڅه وکړه چې داسې روایتونه د افغانستان د خلکو پر ذهنونو حاکم نه شي.”
مسعود د مرکې په یوه برخه کې وویل، که د مقاومت له جریان څخه جیوپولیټیکي او بهرنی ملاتړ موجود وای، نو له ایراف سره به یې مرکه د افغانستان دننه ترسره کړې وای.
هغه زیاته کړه: “د دې جیوپولیټیکي ملاتړ د نشتوالي او همدارنګه له [بهرنیو هېوادونو] سره د همغږۍ په برخه کې د مقاومت د جریان د نه لېوالتیا له امله، بهرنیو عناصرو ته د اوښتو یا د هغو ناقانونه کړنو ترسره کولو ته چې زموږ له هغو ارزښتونو سره په ټکر کې دي چې موږ پرې باور لرو، طالبان دوام موندلی دی.”
هغه زیاته کړه چې د ملي همغږۍ غونډې او مقاومت جریان پیغام د سیمې او نړۍ لپاره د افغانستان د خلکو پیغام دی، خو باید برعکس نه وي او سیمه او نړۍ باید پر هغوی هېڅ شی تحمیل نه کړي.
مسعود وویل: “ځکه موږ یې نه منو. موږ خپله خیر تر هر چا ښه پېژنو.”
هغه وویل چې افغانستان به له اوسنیو شرایطو څخه تېر شي، خو د دې تېرېدو سرعت او هغه حالت ته د رسېدو وخت چې د افغانستان خلک یې وړ دي، “زموږ پورې اړه لري.”
مسعود ټینګار وکړ: “دا زموږ اراده ده چې په یوه شپه کې د افغانستان کیسه بدله کولی شي. دې موخې ته د رسېدو لپاره کوم بهرني هېواد ته اړتیا نه لرو. موږ خپل ځان ته اړتیا لرو او باید پر خپل ځان تکیه وکړو.”
مسعود وویل چې داسې اورېدل کېږي چې د طالبانو په منځ کې یوه جګړهپاله ډله او یوه سولهپاله ډله شته.
هغه زیاته کړه چې اوس د جګړهپالو په لاس کې د نوښت واګې دي، او که دویمه ډله رښتیا هم موجوده وي، باید نوښت په خپل لاس کې واخلي، وښيي چې په دې موده کې یې درس اخیستی او په هغه لوري کې ګام واخلي چې د افغانستان د خلکو اراده ده.
خو هغه ټینګار وکړ چې د سولهپالې ډلې د شتون په اړه شک لري، ځکه په دې کلونو کې یې په عمل کې داسې څه نه دي لیدلي.