حامد کرزی: طالبان او مخالفان یې دواړه افغانان دي، جګړې دې پرېږدي

2 Min Read

د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، طالبان او مخالفان یې باید دواړه سوله وکړي او تېرې تجربې تکرار نه کړي.

د هغه په وینا، طالبان هم د نورو افغانانو په څېر له افغانستان سره تړاو لري او د طالبانو ملاتړي او مخالفان ټول هېوادوال دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او افغانان باید د څلورو لسیزو کړاوونه، مرګونه او جګړې شاته پرېږدي او د ګډ ژوند او د هېواد د ابادولو لپاره هڅې وکړي.

کرزي له ایټالوي ورځپاڼې کوریره دلا سرا سره په مرکه کې ویلي، هڅه کوي د افغانستان وضعیت د جمهوریت یا د طالبانو د امارت له زاویې ونه ګوري.

هغه وویل: “زما غوښتنه د هېواد د خیر او ابادۍ لپاره ګډ ژوند دی. افغانان د دې حق لري.”

هغه وویل غواړي ټول افغانان هغه څلور لسیزې کړاوونه، مرګونه او جګړې شاته پرېږدي چې د ده په وینا، د شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د بهرنیو قدرتونو په لاسوهنه کې دوام لري.

هغه زیاته کړه چې دغه ډلې باید ژر یا وروسته د یو بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي او متقابل درک او درناوی کولای شي افغانستان د پرمختګ پر لور بوځي.

کرزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په ۱۴۰۰ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال له افغانستان څخه ونه ووت، وویل چې د ستونزو پر مهال باید انسان خپل کور پرېنږدي.

کرزي زیاته کړه چې د خپل شخصي وضعیت له پاملرنې پرته، په افغانستان کې له پاتې کېدو خوښ دی او کولای شي د وضعیت د ښه کېدو لپاره کار وکړي

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply