نظرمحمد مطمئن: په کابل کې غلاوې ډېرې شوي

په افغانستان کې د طالبانو د المپیک ملي کمېټې پخواني رئیس، نظرمحمد مطمئن پر ایکس شبکې په کابل کې د غلاوو د زیاتوالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې یوازې په یوه اوونۍ کې د دارالامان سیمې په یوه کوڅه کې له درې کورونو غلاوې شوي دي.

د هغه په وینا، دغه غلاوې هم د ورځې او هم د شپې ترسره شوې دي؛ داسې چې له یوه کوره د ورځې او له دوو نورو د شپې غلا شوې ده.

په همدې حال کې د کابل یوشمېر اوسېدونکو هم د وسلوالو غلاوو د زیاتوالي شکایت کړی دی.

د کابل اوسېدونکي وایي، ډېری غله د طالبانو په څېر کالي او بڼه غوره کوي او بیا غلاوې کوي.

مطمئن همدارنګه په هرات کې د طالبانو د یوه امنیتي مسوول له قوله ویلي چې په هغه ښار کې هم د غلاوو کچه لوړه شوې او دا موضوع په ملي کچه د جدي امنیتي اندېښنې په توګه بدله شوې ده.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply