د پاکستان پخواني سناتور او پېژندل شوی سیاستوال، فرحتالله بابر ویلي، افغانستان ته د افغان خبریالانو، هنرمندانو، موسیقارانو او د بشري حقونو د فعالانو جبري بېرته ستنول هغوی داسې چاپېریال ته اړ کوي چې یو وخت ترې د خپل ژوند د ژغورلو لپاره وتلي وو.
بابر په خپله اېکس پاڼه کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د بېلابېلو ټولنیزو او مدني برخو د افغانانو بېرته استول به پر هغوی سختې اغېزې ولري.
بابر لیکلي: “د افغان خبریالانو، هنرمندانو، موسیقارانو او د حقونو د فعالانو هغه هېواد ته جبري ستنول چې یو وخت یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ترې تېښته کړې وه، په اصل کې هغوی د وېرې، اندېښنې او چوپتیا ژوند ته اړ کوي.”
هغه همدارنګه د هغو افغان ښځو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستاني اتباعو سره یې واده کړی دی.
فرحتالله بابر ویلي: “د افغان ښځو غیرارادي بېرته ستنول، چې د کوربه هېوادونو له اتباعو سره واده لري، کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کوي او د کورنیو د بېلتون لامل کېږي.”
ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک له هېوادونو غوښتي چې د افغانانو جبري ایستنه دې ودروي او په دې برخه کې د نړیوالو بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.
تورک خبرداری ورکړی چې افغانستان ته جبري ستنېدونکي له جدي خطرونو سره مخ کېږي.
هغه زیاته کړې، افغان ښځې، ماشومان او نارینه لا هم له هغو هېوادونو اېستل کېږي چې هلته یې د خوندي ژوند لپاره پناه وړې وه.
له دې وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان د ستنېدونکو لپاره یو خوندي هېواد نهدی.
د هغه په وینا، هغه افغانان چې بېرته دغه هېواد ته ستنېږي، له ځورونې، نیول کېدو، شکنجې، لوږې او نورو ګواښونو سره مخ کېږي.