د طالبانو په روانه دوره کې د اوبو او انرژۍ وزارت مخکېنی سلاکار، فاروق اعظم چې څه موده یې د دې ډلې زندان یې هم تېر کړی، وايي، واقعیت دا دی چې ایران نه یوازی امارت په رسمیت نه پېژني، بلکې دښمنان یې د خامنه يي جنازې ته د امارت سره په مساوی حیثیت وربولي او په ملګرو ملتونو کې د امارت د منتقدینو په ډله کی ولاړ دی.
هغه وویل، سره له دې چې د ایران په وړاندې د امارت اوسنی موقف محتاط، مثبت او سخاوتمندانه دی، خو د اعظم په وینا، په ټوله کې دغه حالت د جدي تأمل وړ دی او “زموږ پر نړیوالو اړیکو د واقعیتونو پر بنا یو تجدید نظر په کار دی.”
هغه وايي، په ۲۰۰۱م کی امریکا پر افغانستان برید وکړ چې ایران د امریکا ټینګ ملګری و او د امریکا د پوځ مشر، ټامي فرانک او د ایران د پوځ مشر، یحیی مصطفوی په ګډه په افغانستان کی د امارت پر ضد د جنګ نقشه تیاروله او د افغانستان په جنوب غرب کې عملا د طالبانو پرضد یې جنګ مخته بیوه.
د هغه په خبره: “آیت الله علي خامنه يي چې اوس یې جنازې ته مشران ورغلی دي، په ښکاره ویل چې که د ایران مرسته نه وای، امریکا افغانستان آسانه نه شو نیولای. همداراز، ایران شل کاله په افغانستان کې د امریکا سره بې دریغه همکاري وکړه او د کابل د حکومت د استحکام لپاره یې ډېر کار وکړ. له بلې خوا د ایراني مقاماتو په قول، تېر شل کاله چی هره مرسته ایران د طالبانو سره پټه کوله، د امریکا سره په تفاهم وه.”
خو فاروق اعظم زیاتوي : “د افغانستان په وړاندې د ایران د پالیسی برعکس، کله چې امریکا پر ایران په تېره فبرورۍ کې حمله وکړه، افغانستان د ایران پر خوا ودرېد، او د امریکا یرغل یې وغنده او عملا یې تر خپله وسه مرسته هم ورسره وکړه.”
د اعظم په وینا، د امارت دغه موقف ایران بار بار ستایلی او ویلی یې دي چې اوس د امارت په رسمیت پېژندلو ته نږدې شوي دي.
خو د ده په باور، واقعیت دا دی چې ایران نه یوازې امارت په رسمیت نه پېژني، بلکې د امارت دښمنان د خامنه يي جنازې ته د امارت سره په مساوی حیثیت وربولي او په ملګرو ملتونو کې د امارت د منتقدینو په ډله کې ولاړ دی.
ایران تېره ورځ د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال، عبدالغني برادر په مشرۍ او د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې پلاويو ته بلنه ورکړې وه څو د ایران د وژل شوي رهبر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي چې دواړو پلاویو په یادو مراسمو کې برخه واخیسته.