سپاهیان میهن: د طالبانو تاوتریخوالی بې ځوابه نه پاتې کېږي

2 Min Read

د سپاهیان میهن جبهې د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې پر لاریونوالو د طالبانو ډزې وغندلې او دا اقدام یې غیرانساني وباله.

دې جبهې په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی به بې ځوابه پاتې نه شي.

دغې جبهې همداراز له نړیوالو بشري حقونو بنسټونو وغوښتل چې د دې پېښې خپلواکه څېړنه وکړي.

د سپاهیان میهن جبهې ویلي چې د طالبانو له‌خوا د لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخجن چلند د ټولنې له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې دی.

په بدخشان کې اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالب ځواکونو د یوې ښځې بدني تالاشي وکړه چې دې پېښې د یفتل پایین د یوشمېر اوسېدونکو غبرګون او اعتراضونه راوپارول، خو طالبانو دغه اعتراضونه په زور وځپل.

د طالبانو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه یو لاریونوال وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړې جبهې ټینګار کړی چې د ښځو بدني تالاشي، د خلکو د کورونو پلټنه او له ملکي وګړو سره ناوړه چلند، د انساني کرامت او د خلکو د اساسي حقونو څرګنده سرغړونه ده.

د طالبانو پر ضد دې نوې جوړې شوې جبهې خبرداری هم ورکړی چې دغه ډول کړنې به بې ځوابه پرې نه ږدي.

د سپاهیان میهن جبهه د طالبانو پر ضد له نوې جوړو شوو وسله‌والو ډلو څخه ده، چې تر دې وړاندې یې په یو ناڅاپي برید کې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول په خپل لاس کې اخیستی و او د طالبانو یوشمېر ځواکونه یې بې وسلې کړي وو.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply