د افغانستان لومړنی ستورمزلی، عبدالاحد مومند په جرمني کې د ۷۷ کلونو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
مومند همدارنګه د هغو لومړنیو مسلمانو ستورمزلو له ډلې څخه و چې قرآن کریم یې فضا ته یووړ.
د مومند د کورنۍ او نږدې خپلوانو په وینا، مومند د غبرګولي په ۳۱مه د جرمني په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
هغه په وروستیو کلونو کې له خپلې کورنۍ سره د اشتوتګارت په ښار کې اوسېده او د اوږدې مودې راهیسې په یې په کډوالۍ کې ژوند کاوه.
مومند په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان د لومړني ستورمزلي په توګه فضا ته ولاړ او خپل نوم یې د افغانستان په تاریخ کې ثبت کړ.
نوموړي د پخواني شوروي اتحاد د فضايي پروګرام له لارې د میر فضايي تمځای ته سفر وکړ او نږدې نهه ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.
مومند د سلګونو داوطلبانو له منځه د دې تاریخي ماموریت لپاره غوره شوی و او تر سختو روزنیزو پړاوونو وروسته یې خپل فضايي سفر ترسره کړ.
نوموړي د خپل ماموریت پر مهال د افغانستان د بېلابېلو سیمو انځورونه واخیستل چې د ځمکپوهنې، د اوبو سرچینو، کانونو او زلزلهپېژندنې په برخو کې ترې ګټه واخیستل شوه.
یاد افغان ستورمزلي له میر فضايي تمځای څخه د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه هم کړې وه او له نړیوالې ټولنې یې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو د ملاتړ غوښتنه کړې وه.
عبدالاحد مومند له فضايي سفر وروسته افغانستان ته د ستنېدو پر مهال په پراخه کچه وستایل شو او د یوه ملي اتل په توګه وپېژندل شو، خو د ۱۹۹۲ کال له سیاسي بدلونونو او کورنیو جګړو وروسته یې هېواد پرېښود او په جرمني کې مېشت شو.