طالبان: کابل کې پر درېیو نجونو د موټربرید عامل نیول شوی

1 Min Read

په کابل کې د وسله‌والو طالبانو د امنیې قوماندانۍ وايي، د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل له خپل موټر سره یوځای نیول شوی او اوس تر څېړنو لاندې دی.

د دې قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ ویلي، دغه کس له هغه موټر سره یوځای نیول شوی چې د نجونو پر یوې ډله یې برید کړی و.

هغه وویل، د قضیې په اړه لازم قانوني اجراات روان دي، خو طالبانو د نیول شوي کس د هویت په تړاو نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې درې نجونې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د یوه لنډکروزر ډوله موټر لخوا پر نجونو د برید له امله څو نجونې ټپیانې شوې او موټر چلوونکی له خپل موټر سره له پېښې ځایه تښتېدلی و.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply