مفتي عبدالقوي: ملا هبت‌الله دجال، بدبخته، او احسان فراموشه دی

2 Min Read

د پاکستان مشهور دیني عالم، مفتي عبدالقوي د طالبانو پر مشر، ملا هبت‌الله آخندزاده سختې نیوکې وکړې او هغه یې دجال، بدبخته، او احسان فراموشه شخص وباله.

هغه په یوه خپره شوې ویډیو کې وویل چې هبت‌الله په ملتان کې د ده د پلار د دیني مدرسې طالب العلم(زده کوونکی) پاتې شوی او هلته یې زده کړې کړې دي.

عبدالقوي په ډاګه وايي چې پاکستان طالبان وپالل، روزنه یې ورکړه او د هغوی لپاره یې لویې قربانۍ ورکړې، خو زیاتوي، اوسمهال د طالبانو مشرتابه د هغه ټول احسان او ملاتړ په ځواب کې احسان فراموشي کوي.

نوموړي پاکستاني مفتي زیاته کړې چې دی دوه ځلې افغانستان ته تللی او هر څه يې له نږدې ولیدل، خو د طالبانو اوسنی چلند د ټولو ډیپلوماتیکو او اخلاقي نورمونو معیارونو په خلاف دی.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د تاریخ په اوږدو کې خورا پیچلې، ژورې او په همدې حال کې د لوړو او ژورو ډکې پاتې شوې دي.

په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د طالبانو د لومړي واکمنۍ پر مهال پاکستان د هغوی له پخوانیو ملاتړو څخه و، خو په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو ترمنځ اړیکې د امنیتي مسایلو، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان د شتون او فعالیتونو له امله له سختو ننګونو او ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply