د وسله والو طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
ندا محمد ندیم وویل، هڅه کېږي څو پوهنتونونه متخصص، مسلکي او دینداره وي.
د طالبانو په کنترول کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې ندیم یادې څرګندونې په کندهار پوهنتون کې د پوهنتونونو او دیني جامعاتو ګډې مشرتابه شورا ناسته کې کړي دي.
ملا ندیم دغه شورا مهمه بللې او وايي، د علمي چارو پرمختګ لپاره مهمه ده، ځکه ټول مسوولان په کې خپال نظرونه شریکوي.
هغه ویلي، د پوهنتون هر مسوول باید د خپل مسوولیت، د پوهنتون رسالت او د محصل د ارزښت په اړه بشپړه پوهه او علم ولري.
ندیم داسې مهال یادې څرګندونې وکړې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پوهنتونونه له سختو ایډیالوژیکو، جنډر او نصابي بدلونونو سره مخ شوي دي.
نجونې له لوړو زده کړو منع شوي، په پوهنتونونو کې جلا ټولګي او پر مخکنیو استادانو او نصاب سخت نظارت او بدلونونه پلي شوي دي.
په پوهنتونونو کې د دیني او عقیدوي مضمونونو کچه زیاته شوې او د عصري او لویدیځ سټایل پر ځای د اسلامي او سیمهییزو تګلارو پلي کولو هڅې کېږي.
ګڼ شمېر مسلکي او تجربه لرونکي استادان له هېواده تللي دي یا د طالبانو د تګلارو او عقیدوي تصفیې له امله له دندو ګوښه شوي داو په هغو پوهنتونونو او څانګو کې چې هلکان پکې درس لولي، د هلکانو او نجونو (تر بندیز دمخه) یا د تدریس پر مهال د اسلامي حجاب او جلا والي کلک اصول عملي شوي دي.