د وسلهوالو طالبانو مخپټي مشر، ملاهبتالله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي، اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی.
هغه په خپلو لیکو کې وسلهوالو طالبانو ته په خطاب کې وویل: “په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په نړۍ کې چې هر چا ظلم کړی، که هرڅومره پیاوړي وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له ماتې سره مخ کړي.”
اخندزاده افغان ولس ته په خطاب کې وویل، د نظام ساتنه او پالنه به په ګډه کوي او په دې برخه کې یې د خلکو پر یووالي هم ټینګار وکړ.
طالب مشر وايي: “راځئ د امنیت، هوسایۍ، آبادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او په راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو.”
هبتالله اخندزاده داسې مهال له نړۍ او افغانانو د ملاتړ او ښو اړیکو غوښتنه کوي چې دا مهال میلیونونه نجونې او ښځې یې د زدهکړو او کار کولو له اسلامي حقه محرومې کړې دي او د ملګرو ملتونو په وینا اوسمهال میلیونونه افغانان د بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
دا مهال طالبوسله والو په ټول افغانستان کې پر ګڼو اسلامي او کلتوري پروګرامونو بندیزونه او محدودیتونه لګولي چې د لرې کولو په موخه یې د هېڅ لوري غوښتنه نه ده منلې.
دغه راز، له روسیې پرته د نړۍ یو هېواد هم د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او یوشمېر هېوادونو په افغانستان کې د ګڼو ترهګرو ډلو پر شتون هم اندېښنه ښودلې ده.