امریکايي پوځي مجله: د طالبانو مخالفې ډلې د پراخېدو په حال کې دي

3 Min Read

امریکايي پوځي مجله، میلیټري وايي، د طالبانو مخالفو ډلو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل بریدونه ډېر کړي او دا ډلې د پراخېدو په حال کې دي.

میلیټري په یوه راپور کې د مقاومت ډلو د عملیاتو پراخېدل په څو ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې د پوځي فشار د زیاتېدو نښه بللې ده.

د مجلې په وینا، د ازادۍ جبهې، د افغانستان متحدې جبهې، د مېړني پوځ او د ملي مقاومت جبهې فعالیتونو په څو جبهو کې پر طالبانو پوځي فشار زیات کړی دی.

راپور کې په وروستیو اوونیو کې د دغو جبهاتو هغو بریدونو ته هم اشاره شوې چې د بدخشان، هرات، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

میلیټري د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان د متحدې جبهې د کندهار د برید په اړه لیکلي او ویلي یې دي، چې کندهار د طالبانو لپاره یوازې یو ایدیولوژیک مرکز نه دی، بلکې په دغه ولایت کې د مقاومت ډلو د عملیاتو پراخېدل، په داسې حال کې چې د افغانستان په شمال کې هم د دوی فعالیتونه زیات شوي، د طالبانو هغه ادعا ننګوي چې ګواکې پر ټول هېواد بشپړ واک لري.

مجله زیاتوي، که څه هم د مقاومت ډلې له تشکیلاتي پلوه له یو بل څخه خپلواک فعالیت کوي، خو د ټولو ګډ هدف د طالبانو د واکمنۍ پای ته رسول دي.

د يادې مجلې په وینا، سمیع سادات باور لري چې دغه ګډ هدف کولی شي د پراخو همکاریو زمینه برابره کړي او پر طالبانو هممهاله فشار زیات کړي.

میلیټري زیاته کړې، طالبان لا هم د پاکستان پر پوله له امنیتي ستونزو او ترینګلتیاوو سره مخ دي، او د مقاومت ډلو ترمنځ نږدېوالی کولای شي د طالبانو د واکمنۍ د ننګولو لپاره یو فرصت رامنځته کړي.

سمیع سادات ویلي، د افغانستان متحده جبهه اوسمهال د بهرنیو هېوادونو له مالي ملاتړ څخه برخمنه نه ده، خو هیله لري چې د سیاسي او نړیوال ملاتړ په ترلاسه کولو سره خپل فعالیتونه پراخ کړي.

په راپور کې راغلي، د مقاومت ډلو د عملیاتو دوام او بریالیتوب به په یو شمېر مهمو عواملو پورې تړلی وي؛ لکه مالي وړتیا، سرچینو ته لاسرسی، په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ کچه، او دا چې دغه ډلې تر کومې اندازې کولای شي خپل ګډ هدف په عملي او همغږې همکارۍ بدل کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply