پاکستان کې ځینې پخواني افغان قاضیان له دې هېواده ایستلو اندېښمن کړي

په پاکستان کې مېشت او جلاوطنه یوشمېر پخواني افغان قاضیان له راتلونکي افغانستان سره په مرکه کې له دې هېواده ایستلو بهیر اندېښمن کړي او وايي، له هغه راهیسې چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي، دوی پاکستان ته د ځان او کورنۍ د ژغورنې په موخه کډوال شوي دي.

د دوی له ډلې پخوانی قاضي او د افغانستان د قاضیانو د ټولنې غړی، عبدالواسع حامد وویل، له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې یې ویزه ختمه شوې او اوس له دې هېواده د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دی.

هغه وايي، که له پاکستان څخه افغانستان ته وشړل شي، نو له شک پرته به یې ژوند له ستونزو سره مخ شي.

نوموړي وویل: “کله چې د افغانستان تېر جمهوري نظام وپرځېد زه برحاله قاضي وم. که چېرې له پاکستانه وایستل شم نو هلته په افغانستان کې به طالبان زما د مخکېنیو کړنو له امله ما ونیسي، ځکه ما دوی د بشري حقونو او امنیتي سرغړونو له کبله بندیان کړي وو، او آن پر ځینو مې د قانون پر بنسټ د اعدام حکمونه کړي وو، نو له شک پرته به ما بندي کړي او یا به مې ووژني. نو زه له هغو اړوندو هېوادونو چې د افغان قاضیانو د ایستلو پروګرام تر لاس لاندې لري، هیله کوم چې ما او زما کورنۍ وژغوري. د پاکستان له حکومت زما غوښتنه ده چې پخوانیو افغان قاضیانو ژوند ته پام وکړي، افغانستان ته دې نه شړي ګنې ژوند به یې له خطر سره مخ شي. زه په پاکستان کې هم ځان خوندي نه بولم.”

هغه وايي، پخواني افغان قاضیان په ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو کې کېسونه لري، خو کوم پرمختګ نه دی شوی.

ذبیح‌الله نوري، چې د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې په ستره محکمه کې د یوې برخې رئیس و، وايي، ویزه یې لا وختي ختمه شوې او بیا په دې نه دی توانېدلی چې ویزه نوې یا تمدید کړي.

نوري وايي، د پاکستان حکومت له طالبانو سره تر جګړو وروسته پر افغانانو ویزې بندې کړې دي چې دغې چارې دی او کورنۍ یې د ایستلو ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه وویل، د جرمني کېس لري، خو برخلیک یې لا هم معلوم نه دی او له پاکستانه د ایستلو په اړه اندېښمن دی.

نوري زیاتوي: “موږ تقریباً ۴۰ قاضیان او څارنوالان په همدې وضعیت کې یو، جرمني هم هېڅ قانع کوونکی ځواب نه ورکوي، موږ له دې وېرېږو، چې که مونږ بېرته افغانستان ته وشړل شو نو د هغه کسانو لاسونو ته لوېږو، چې موږ د بشري حقونو څخه د سرغړونو، د قانون ماتولو او بېلابېلو جرمونو له امله په بند محکوم کړي وو چې ځینې یې اوس په واک کې دي او ځينې يې هم آزاد ګرځي.”

په پاکستان کې یو بل افغان قاضي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، راتلونکي افغانستان ته وویل: “کله چې جرمني سفارت سره اړیکه نیسو، وايي چې کېسونه مو په پروسس کې دي، په داسې حال کې چې په سلهاوو خلک، له ایران او افغانستان څخه راځي، کېسونه یې ډېر ژر پروسس کېږي او په لنډ وخت کې يې جرمني ته لېږي، خو له بده مرغه مونږ تر اوسه په انتظار یو. د جرمني هېواد څخه غواړو چې دې بې برخليکه حالت ته مو د پای ټکی کېږدي، که خدای مه کړه موږ افغانستان ته بېرته ولاړ شو، زمونږ د ماشومانو او کورنو ژوند له خطر سره مخ کېږي. “

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د عدلي او قضايي ادارو د کارکوونکو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې خپلو امنیتي او استخباراتي چارواکو ته امر کړی چې د بې‌اسناده افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply