د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه؛ یونېسف: دا د افغانستان په راتلونکې اغېزې لري

3 Min Read

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام په افغانستان کې د بشري پانګې بنسټ کمزوری کړی او دا وضعیت د دې هېواد د راتلونکي پرمختګ، عامه خدمتونو او ټولنیز ثبات لپاره سختې پایلې لري.

یونېسف خبرداری ورکوي چې طالبان هر کال د نجونو د منځنیو او ثانوي زده‌کړو په محدودولو سره، د نجونو یو بل نوی نسل په هېواد کې بندي کوي چې هیڅکله نه‌شي کولی مسلکي کاري ځواک ته ننوځي؛ دا چاره خورا لوی ټولنیز او اقتصادي زیانونه اړوي.

یاد بنسټ د روان زېږدیز کال د اپرېل د ۲۸مې د شمېرو له مخې کاږي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز لا د وړاندې د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه نږدې پنځه سلنه راکمه کړې ده.

د ملګرو ملتونو نوموړي بنسټ له طالبانو غوښتي چې دا بندیزونه لغوه کړي څو د لا زیات اقتصادي رکود مخنیوی وشي.

یونیسف ویلي: “اوسني چارواکي باید د مهارتونو له زده‌کړې ساتنه وکړي او ښځو ته د کار په بازار کې د برخې اخیستنې اجازه ورکړي. دا ګام په کلني ډول د هېواد په اقتصادي وده کې ۰.۵ سلنه زیاتوالی راوستی شي او که ښځو ته تعلیمي او کاري فرصتونه پراخ شي، دا ګټه به لا پسې زیاته شي.”

د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان په وروستیو کلونو کې له یو لړ پرله‌پسې ناورینونو سره مخ شوی، پرله‌پسې او اوږدمهالې وچکالۍ کرنه ګډوډه کړې او د ډېرو کورنیو خوراکي خوندیتوب یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو د بندیز له لګېدو راهیسې، هیڅ نجلۍ له شپږم ټولګي پورته په ښوونځیو کې نه‌ده ثبت شوې او اټکل دا دی چې همدا اوس یو میلیون نجونې په مستقیم ډول له دې بندیز څخه اغېزمنې شوې دي.

یونېسف خبرداری ورکړی، که دا بندیز همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هغو افغان نجونو شمېر دوه میلیونو ته ورسېږي چې د لومړنیو زده‌کړو څخه د پورته تعلیم حق څخه محرومې پاتې کېږي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply