د افغانستان د تېر جمهوري نظام وروستی لوړپوړی قوماندان، جنرال سمیع سادات د طالبانو له لوري د پاکستان په ځينو سيمو کې د بېپيلوټه الوتکو بريدونه د کړکېچونو بېپروا زياتوالی بللی او غندلي يې دي.
سادات په ایکسپاڼه لیکلي، دغه بريدونه د پاکستان د پراخ پوځي غبرګون خطر زياتوي.
نوموړي وویل، طالبان نه دا توان لري او نه هم دا اراده چې افغان ملکيان د دغو اقداماتو له پايلو څخه خوندي وساتي.
د وسلهولو طالبانو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د هوايي بريدونو په ترڅ کې یې د پاکستان د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په دوو ايالتونو کې د داعش ډلې اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: “له دې وروسته به افغانستان هېڅ ډول ګواښ او خطر ته چې د هغه د امنيت او ثبات پر ضد وي، فرصت ور نه کړي او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره به يې په لومړيو پړاوونو کې له منځه يوسي.”
خو سادات ويلي چې دا ډول څرګندونې د دې خطر لري چې پاکستان د افغانستان پر خاورې د بريد کولو لپاره وهڅوي.
د سادات په وينا، په تېرو کلونو کې د طالبانو لخوا د ترهګرو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحريک ټيتيپي او القاعده ملاتړ، افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړی او د ميليونونو بېګناه افغانانو ژوند يې له خطر سره مخ کړی دی.
نوموړي له پاکستانه غوښتي چې زغم وښيي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړي.
جنرال سادات ليکلي چې د افغانستان خلک بايد د طالبانو د خطرناکو او غيرمسؤلانه کړنو بيه ورنه کړي.
ورته مهال د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم پر پاکستان د طالبانو هوايي بریدونه وغندل.
د دې جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول، علي میثم نظري، وایي، هغه افغانستان چې د طالبانو تر ولکې لاندې دی، نه د افغانستان د خلکو په ګټه دی او نه هم د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه.
نظري په اېکس کې ټینګار کړی چې د افغانستان د شتون فلسفه باید د یوه بېطرفه، باثباته او رغنده دولت پر بنسټ ولاړه وي؛ داسې یو مرکز چې د سوداګرۍ، امنیت او هوساینې لپاره مناسب وي او په هغه کې سیمه او نړیواله ټولنه دواړه د یوه آزاد او سولهییز افغانستان تر سیوري لاندې د امنیت او ارامۍ احساس وکړي.
هغه د افغانستان له دیموکراتیکو مخالفینو او د سیمې له اړوندو لورو وغوښتل چې جدي خبرو اترو ته داخل شي او ګډ تفاهم ته ورسېږي.
د ملي مقاومت جبهې دې چارواکي ټینګار وکړ چې د اوسني مسیر دوام به د افغانستان د راتلونکي لپاره د یوه هېواد په توګه وجودي ګواښ وي.
خو پاکستان د طالبانو هغه ادعا رد کړې چې ګواکې پر دغه هېواد د ډرون بريدونه شوي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د حقيقتموندنې څانګې ويلي دي چې: د “ترهګرو روزنيز مرکزونه، د داعش مرکزونه او له دوو لسيزو څخه زياتې نورې ترهګرې ډلې، په حقيقت کې د افغانستان د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې شتون لري او له هماغه ځايه اداره او ملاتړ کېږي.”