د وسله والو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس ویلي، واړه هېوادونه په نړیوال او سیمه ییز سیاست کې محدود انتخابونه لري.
عبدالحي قانت وايي، ستر قدرتونه لکه امریکا، چین او روسیه د نړیوالو چارو، جګړې او سولې پر مسایلو ډېر اغېز لري، او واړه هېوادونه اړ دي چې د دغو قدرتونو د سیاستونو او پرېکړو په پام کې نیولو سره خپلې بهرنۍ اړیکې تنظیم کړي.
د قانت په وینا، منځني قدرتونه لکه هند، ایران، ترکیه، جرمني، فرانسه، برتانیا، اندونیزیا او برازیل د سترو قدرتونو تر اغېز لاندې وي، خو بیا هم په خپلو سیمو کې د پام وړ رول لري.
هغه زیاتوي، کوچني هېوادونه عموماً درې لارې لري؛ د سیالو قدرتونو ترمنځ توازن ساتل، له یوه ستر قدرت سره نږدې کېدل، یا د څو اړخیزو اړیکو له لارې د خطرونو کمول.
د هغه بیان داسې مهال دی چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تېرو پنځو کلونو کې د سیمې او نړۍ په کچه انزوا کې دی او هېڅ سیمه ییز او بهرنی رول نه لري.
شنونکي د افغانستان انزوا د طالبانو د تګلارو پایله بولي.
بل خوا قانت د عمان بهرنی سیاست د ورته تګلارې یوه بریالۍ بېلګه بللې او ویلي یې دي چې عمان له امریکا، لوېدیځو هېوادونو او ایران سره د اړیکو په ساتلو سره توانېدلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي ټینګار کړی چې کوچني هېوادونه که څه هم محدود انتخابونه لري، خو د بریا لپاره ستراتیژیک پلان، پیاوړې ادارې او محتاط مشرتابه ته اړتیا لري.