د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي خبرداری ورکړ چې په ۲۰۲۶م کال کې به شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخامخ شي او نږدې ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان به په خوارځواکۍ اخته وي.
ډبلیوایفپي وايي، افغانان لا هم د نړۍ له تر ټولو سخت بشري او غذایي بحران سره لاس و ګرېوان دي او څلوېښت کلنې جګړې، اقتصادي ستونزو، پراخې بېوزلۍ، وچکالیو او طبیعي پېښو د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط لا پسې خراب کړي دي.
یاد بنسټ ویلي، ښځې او نجونې د دې بحران تر ټولو زیاتې زیانمنې دلې دي او د بودیجې کمښت د مرستو رسولو وړتیا محدوده کړې ده.
دا اداره ټینګار کوي چې که نړیوالې مرستې زیاتې نه شي، د خوړو او بشري مرستو پروګرامونه به لا ډېر کم شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د سختو بشري، اقتصادي، بې کارۍ او کډوالۍ د بحرانونو ترڅنګ د بشري حقونو پراخو سرغړونو سره لاس او ګرېوان دی، خو طالبانو په ټول افغانستان کې د جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې فقر او د خوړو نه خوندیتوب په بې ساري توګه د ډېرېدو په حال کې دی.
د تېرې میاشتې په پای کې، د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په افغانستان کې په ۲۰۲۵م کال کې د فقر د زیاتوالي په اړه په خپل یو راپور کې لیکلي وو چې په دغه هېواد کې له هرو څلورو کسانو څخه درې یې د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه د کافي خوړو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
په همدې حال کې د نړیوال بانک ارزونې هم ښيي چې د ۲۰۲۵م کال په وروستیو کې شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ وو او دغه شمېر ښايي په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴ میلیونه کسانو ته ورسېږي چې دا د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه برخه جوړوي.