د افغانستان پخواني ولسمشر د ماشومانو د خوارځواکۍ ګواښ د مخنیوي لپاره ټولو نجونو او هلکانو ته د عمومي زدهکړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه.
حامد کرزي وویل، د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمېدای شي.
کرزي پر خپل اېکس پاڼه د نړيوالو بنسټونو په ځانګړې ټوګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق يا یونېسف وروستي راپورته په اشارې ویلي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
هغه د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هېواد د راتلونکي هیله او بشري ځواک ګڼلی او له اړوندو کورنیو او بهرنیو بنسټونو یې غوښتي څو د دغه ګواښ د زیاتېدو مخنیوي او د ماشومانو د روغتیا خوندي کولو لپاره جدي او هر اړخیزې هڅې وکړي.
کرزي د یاد ګواښ د مخنيوي لپاره د نجونو او هلکانو لپاره زدهکړې مهمې ګڼلې او ټینګار یې کړی چې باید ټولو ته د عمومي زدهکړو زمینه برابره شي.
نوموړي ویلي: “د عامه پوهاوي په زیاتېدو او د مسلکي بشري ځواک په روزنې سره به د بېسوادۍ له امله رامنځته شوې ستونزې کمې شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به ښه شي او د ټولنې ستونزې او اړتیاوې به له بهرنیو مرستو پرته هم حل شي.”