د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیوایفپي خبرداری ورکړی چې افغانستان له څو اړخیزو کړکېچونو، لکه اقتصادي پاشلتیا، بېکارۍ او اقلیمي بدلونونو سره لاس او ګرېوان دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، سیمهییزو ترینګلتیاوو د خوراکي توکو بیې لوړې کړې چې له امله یې په افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب لوږه خورا ډېره شوې ده.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشر، جانایلیف وایي، دا مهال تر ۱۳.۸ میلیونه ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او نږدې ۵ میلیونه ماشومان او امیندواره مېرمنې له خوارځواکۍ کړېږي.
هغه وویل، د بودیجې د نشتوالي له امله د افغان ښځو او ماشومانو لپاره د ځانګړو خوراکي توکو زېرمې خلاصې شوې او د مرستو هغه حیاتي لړۍ چې د سلګونو زرو کسانو ژوند یې ژغوره، اوس له پرې کېدو سره مخ ده.
بل پلو د ملګرو ملتونو اړوند بل بنسټ د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې اندېښنه ښودلې چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ډلهییز اخراج پر شته محدودو سرچینو فشار څو چنده کړی دی.
د دغه بنسټ په وینا، سلګونه زره راستانه شوي کډوال سرپناه، کار او خوراک ته بېړنۍ اړتیا لري چې دې چارې په کور دننه بشري کړکېچ نور هم پېچلی کړی دی.
یاده دې وي چې یونیسف او د ملګرو ملتونو نورو پراختیایي ادارو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو کچه په بېساري ډول کمه شوې ده.