د وسله والو طالبانو ویاند وايي، که نیوکه نه وي، ښايي د ده په ګډون له هر چارواکي فرعون جوړ شي.
ذبیح الله مجاهد په یوه غونډه کې د رسنیو پر رغنده رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په نظام کې د نیوکې او اصلاح شتون خورا اړین دی او په وینا یې اوسنی وخت د افهام او تفهیم زمانه ده.
هغه زیاتوي: “که په یو نظام کې د سمون لپاره نقد او انتقاد شتون ونه لري، واکمنان او مسوولین خپلسرۍ او انحراف ته کېوځي. فرعون په خپله نه و فرعون شوی، بلکې شاوخوا ملګرو او متملقانو فرعون کړی و. که په ټولنه او اداره کې نقد نه وي، مسوولین بې لارې کېږي. که پر ما هم څوک نیوکه وکړي چې دا کار درست نه دی، زه به یې د اصلاح هڅه وکړم، خو که هره خبره بې له انتقاده ومنل شي، انسان په خپله هم منحرفېږي او نور هم منحرفوي.”
مجاهد وویل، په نړۍ کې رسنیو د فساد، بډې اخیستلو او ظلمونو کچه راټیټه کړې ده، ځکه هر مسوول ډارېږي چې که غلطي وکړي، رسنۍ به پرې راپور خپروي او له امله به یې لوړپوړي چارواکي او وزیران خبر شي.
خو په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت او چارواکو نیوکه او انتقاد کول له سختو امنیتي او سیاسي خطرونو سره مخ دي.
که څه هم ځینې وختونه د طالبانو ځینې چارواکي په خپلو خبرو کې د رغنده انتقاد اهمیت یادوي، خو په عمل کې پر دوی نقد کوونکي او خبریالان ډېری وختونه د ګواښونو، خپلسرو نیونو او تعقیب لاندې راځي، او په دې برخه کې د دوی د رهبرۍ له لوري سختدریځه تګلارې او فرمانونه پلي شوي دي.
ر طالبانو نقد کوونکي یا مدني فعالان د امنیتي ځواکونو لخوا د څار او نیولو له ګواښ سره مخ دي.
رسنۍ او خبریالان نه شي کولی چې په آزاده توګه د طالبانو پر کړنو او پالیسیو جدي نیوکې وکړي.
که څه هم د طالبانو ځینې ویاندویان په ظاهري توګه رغنده نظرونه منلو وړ بولي، خو په ټولیزه توګه پر نظام او مسؤلینو نیوکه د غندنې وړ او د مجازاتو وړ عمل ګڼل کېږي.