د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر وایي، د بدخشان په زیباک کې وروستیو جګړو وښوده چې د وسله وال مقاومت د بشپړ پای ته رسېدو په اړه د وسله والو طالبانو ادعاوې واقعيت نه لري.
جنرال یاسین ضیا په زیباک کې پر طالبانو د دې ډلې برید ته په اشارې سره وویل چې دې پېښې وښودله چې د افغانستان په دننه کې د مقاومت د تنظیمولو امکان شته.
ضیا له امرګي سره په مرکه کې وویل، د ازادۍ جبهې موخه وسلهواله مبارزه نه، بلکې د زور د انحصار ماتولو او د یوې ریښتنیې سیاسي پروسې لپاره د زمینې برابرولو وسیله ده.
نوموړي وویل: “زموږ وروستۍ موخه د جګړې پای ته رسول، د خلکو د حاکمیت بېرته ترلاسه کول او د داسې یو نظام رامنځته کول دي چې په هغه کې د واک لېږد د رایې او قانون له لارې ترسره شي، نه د ټوپک یا د یو فرد، یو قوم، یو مذهب یا یوې ډلې د ارادې له لارې.”
هغه ټینګار وکړ جې د طالبانو پر وړاندې مبارزه د قومونو ترمنځ جګړه نه ده او زیاته یې کړه چې طالبان په افغانستان کې د هېڅ ځانګړي قوم استازیتوب نه کوي.
جنرال ضیا زیاتوي: “د طالبانو د قربانیانو او مخالفانو په منځ کې تاجک، پښتون، هزاره، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، نورستاني او د هېواد نور وګړي شتون لري. اساسي ستونزه په هغه جوړښت کې ده چې واک او حقونه یې د یوې ایډیالوژیکې کړۍ په انحصار کې راوستي دي.”
د هغه په خبره، د افغانستان د کړکېچ حل لاره متقابل قومپالنه نه ده، بلکې د یو عادلانه، غیرمتمرکز، کثرتپاله او د برابر هېوادوالۍ پر حقونو ولاړ نظام رامنځته کول دي.
د ازادۍ جبهې مشر د طالبانو له ټولو مخالفو جریانونو وغوښتل چې پر ګډو اصولو تمرکز وکړي او زیاته یې کړه: “هېڅ ډله په یوازې ځان نه شي کولای د افغانستان کړکېچ حل کړي. په تګلارو او لیدلورو کې توپیرونه طبیعي دي، خو موږ باید د طالبانو د انحصاري واکمنۍ پر پای ته رسولو، د خلکو د ارادې پر بېرته راګرځولو، د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو، د ښځو او قومونو د حقونو پر تامینولو او د ځواب ویونکي نظام پر رامنځته کولو تمرکز وکړو.”
ضیا ټینګار وکړ چې ازادۍ جبهه له هغو سیاسي، مدني او پوځي جریانونو سره همکارۍ ته چمتو ده چې په دې اصولو باور لري او يه وینا یې چې د طالبانو د مخالفانو ترمنځ همغږي خامخا د ټولو سازمانونو د سمدستي ادغام په مانا نه ده، بلکې دا کار د یو ګډ سیاسي چوکاټ په جوړولو، د مسوولیتونو په وېشلو او په ملي اهدافو کې په همغږۍ سره پیلېدای شي. همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړ چې د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د واټن او پاشل والي دوام به یوازې د طالبانو په ګټه تمام شي.
هغه په بدخشان کې وروستیو نښتو ته په اشارې سره، دا ولایت د خپلواکۍ غوښتنې او درېدنې یو له تاریخي مرکزونو څخه وباله او ویې ویل: “د زیباک وروستیو بدلونونو وښودله چې د دوی پر وړاندې د مبارزې د بشپړ پای ته رسېدو په اړه د طالبانو ادعا حقیقت نه لري. د پوځي اړخونو په پرتله د دې پېښې سیاسي او رواني اغېزې خورا مهمې وې، چې وښودله په هېواد کې دننه د مقاومت د تنظیمولو امکان شتون لري.”
یاسین ضیا دغه راز وویل چې بدخشان یوازې د جګړې جغرافیه نه ده او د ملکي وګړو امنیت باید د اقداماتو په لومړیتوبونو کې وي: “د ازادۍ بښونکې مبارزې هغه وخت پایداره کېږي چې خلک یې د ځان وبولي، نه دا چې یوازې د وسله والو ځواکونو د تېرېدو شاهدان وي.”
د ازادۍ جبهې مشر ټینګار وکړ چې دا جبهه د طالبانو له سقوط وروسته د نوي انحصار د رامنځته کولو په لټه کې نه ده او زیاته یې کړه: “واقعي تضمین په جوړښتونو، قوانینو او د نن ورځې د سیاسي ځواکونو په چلند کې نغښتی دی، نه په ژمنو یا د اعلامیو په خپرولو کې.”
هغه وویل چې د ازادۍ جبهه د هر ډول قومي، مذهبي او سیاسي غچ اخیستنې مخالفه ده او د جرمونو تعقیب باید د خپلواکو محکمو له لارې ترسره شي. هغه یادونه وکړه چې د طالبانو ځواکونه، ملکي کارکوونکي او عادي وګړي باید په ټولیزه توګه دښمن ونه ګڼل شي.
یاسین ضیا همداراز د ملکي وګړو د حقونو د نقض پر وړاندې د مخالفو ځواکونو پر ځواب ویلو او له نن څخه د بشردوستانه حقونو پر مراعتولو ټینګار وکړ.
جنرال ضیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د هېواد اقتصادي، علمي او ټولنیز راتلونکي ته یو وژونکی ګوزار وباله او ویې ویل چې په راتلونکي نظام کې ښځې باید په سیاسي مشرتابه، قضا، امنیتي ځواکونو، ښوونه او روزنه، اقتصاد او ملي مذاکراتو کې واقعي او مانا لرونکی شتون ولري.
ضیا زیاته کړې چې د ازادۍ جبهه د خبرو اترو اصل نه ردوي او هر هغه سیاسي بهیر چې د خلکو د حاکمیت او د واک د انحصار د پای ته رسېدو لامل کېږي، د ارزونې وړ دی.
د هغه په وینا، د خلکو حاکمیت، د ټاکلو حق، د ښځو بنسټیز حقونه، د هېوادوالو برابري، مدني ازادۍ او د قضا خپلواکي په څېر اصول د معاملې وړ نه دي؛ خو د نظام د بڼې، د مرکز او ولایتونو ترمنځ د واکونو د وېش، د انتقالي دورې او د طالبانو د هغو کسانو د ادغام د څرنګوالي په اړه چې په جرمونو تورن نه دي، د خبرو اترو او جوړجاړي امکان شتون لري.