اډمز: افغان ځوانان د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي‌آې‌اې پخوانۍ کارکوونکې، سارا اډمز وايي، د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیزونه او روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او افغان ځوانان د دې وضعیت پر ځای د بدلون او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

هغې پر خپل ایکس‌پاڼه ویلي، د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست، افغانان په بې‌ګټې کمپاینونو بوخت ساتلي چې په رښتیا هم بې‌ګټې دي.

د هغې په خبره، د افغان ځوانانو اصلي  اړتیا د روان وضعیت بدلون دی چې د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر نجونو او ښځو د طالبانو د زده‌کړو او کار بندیزونو څخه څه باندې څلور کار تېرېږي، خو تراوسه دغې ډلې په خپل دریځ کې نرمښت نه دی ښودلی.

د دغو بندیزونو له کبله تل نړیوال بنسټونه، پخواني افغان سیاستوال، فعالان او عام افغانان پرله‌پسې د ښځو د زده‌کړو او کار د اجازې غوښتنه کوي، خو طالبانو بیا پر دغو غوښتنو ځانونه غلي وهلي دي.

ملګرو ملتونو د روانې مې میاشتې په لومړۍ نېټه ویلي وو چې د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز له امله افغانستان هر کال ۸۴ میلیون ډالره زیان ویني.

دغه سازمان وايي، تر ۲۰۳۰م کال پورې به تر دوو میلیونو ډېرې افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې او افغانستان به د ۲۵زرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

خپلواکه ژورنالېزم ژوندی وساتئ

ستاسو ملاتړ موږ سره مرسته کوي چې دقیق او بې‌طرفه راپورونه وړاندې کړو او د هغو کسانو غږ پورته کړو چې ډېری وخت له پامه غورځول کېږي.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته

Leave a Reply